د سالنګ لویې لارې له خلاصیدو سره به په صادراتو او واریداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي

د سالنګ لویې لارې له خلاصیدو سره به په صادراتو او واریداتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي پراختیا

د افغان سوداګر وایي، چې د سالنګ لویه لاره د افغانستان له مهمو لارو څخه شمیرل کیږي، په خبره یې د بار وړونکو پرمخ د دغې لارې  له پرانیستلو سره به د افغانستان په صادارتو او واریداتو کې د زیاتوالي ترڅنګ د افغانستان په داخلي بازارنو کې د خوراکي او غیري خوارکي توکو نرخونو کې هم د پام وړ کموالی رامنځ ته شي.


د صنعت کارانو اتحادیې مشر عبدالجبار ساپي حریت راډیو ته وویل،« د سالنګ د غټو او باروړونکو موټر پرمخ پرانیستل شي، دافغانستان په صادراتو کې زیاتوالی رامنځ ته کیږي او هم هغه ولایتونه چې له مرکز کابل سره نږدي دي د هغو په بازارونو کې د خوارکي او غیرې خوارکي توکو نرخونه به د پام وړ راښکته شي.»


همدارنګه دغه سوداګر زیاتوي د سالنګ لویې لارې په واسطه افغانستان له مرکزي اسیا په ځانګړې توګه له تاجکستان، اوزبکستان او توکمنستان هېوادونو سره خپل صادرات او واریدات ترسره کوي.


عبدالجبار ساپي زیاته کړه«دا لاره د افغانستان له مهمو لارو شمېرل کیږي له دې لارې موږ له مرکزي اسیا او په خاصه توګه له تاجکستان، اوزبکستان او توکمنستان هېوادونو سره خپل صادرات او واریدات ترسره کوي.»

د سالنګ لویې لارې د مرکزي تونل په شمول د دوو ګالریو کارونو له بشپړېدو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ  د هر نوع مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. 


د یادې لويي لارې د جوړېدو مسولین وایي، دغه لویه لاره له سالنګ څخه شروع تر جبل سراج پورې په لوړ کیفیت روغول کیږي په خبره یې، د سالنګ د دغه تونل چارې په شپږ میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


د دغو انجینرانو په خبره«د سالنګ دغه لویه لار تر جبل سراج پورې په اساسي شکل روغول کیږي او قرارداد یې هم زموږ له شرکت سره دی د سالنګ دغه سرک چې د مرکزي تونل په شمول د دوو ګالریو کارونه بشپړ او په اساسي شکل ورغول شول.»


همدارنګه د شالنګونو د جوړېدو شرکت مسؤلین وایي، د هوا د سړېدو له کبله نه شي کولی خپلو پاتې کارونو ته دوام ورکړي د دوی په خبره، د سالنګونو پاتې چارې به په راتلونکي کال کې بشپړې کړي.


د سلنګونو د جوړېدو شرکت مسؤلو نصیراحمد وایي، «اوس مهال په سالنګونو کې هوا ډیره سړه ده، او نه شو کولای چې کار ته ادامه ورکړو موږ کوشش کوو، چې په ژمي ددغه کار لپاره مواد اماده کړو او د راتلونکي کال په شروع کې یې کار پیل کړو.»


موټر چلوونکي هم د یادې لویي لارې په جوړېدو خوښ دي په خبره یې په تیر کې د سلنګونو د خرابولي له کبله ګنې ترفیکي پیښي رامنځته کېدو ترڅنګ په ساعتونو ساعتونو لاره بندېده د دوی په خبره، اوس مهال دغه ستونزه راکمه شوې او سالنګونه په اساسي شکل رغول شوي دي.


موټر چلونکو حریت راډیو ته وویل،«په تیرو وختونو کې دا لاره ډیر خرابه وه موټر چلوونکوي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وه، په دې لاره به ډیر ترافیکي پښې رامنځ ته کیدې، الحمد الله اوس دغه لاره په اساسي ډول جوړه شوه.»


دغه لویه لار چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي او ګڼ شمیر خلک پرې تګ راتګ کوي مسافرینو د اسلامي امارت څخه مننه وکړه په خبره یې د یادې لارې له جوړیدو سره ګڼې ستونزې هواري شوې ددوې په خبره، په تیر کې همدې سالنګونو کې خرب سرک له امله موټر چلوونکو په ساعتونو ساعتونو مزل کاوه او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وه.


«موږ په تیرو وختونو کې په دغه لاره هم سفر کړی خو ډیر ستړی کوونکو وه ځکه چې دتونل په بې ساري ډول ویجاړ شوي او الحمد الله اسلامي امارت دغه تونل له سره رغوو اسلامي امارت تل کوښښ کوي چې په هیواد کې د بیا رغونې چارې مخته یوسي.»


د سالنګونو لویه لار چې څلور میاشتې وړاندې یې د بیارغونې چارې پیل شوې څو ورځې مخکي د یو لړ ځانګړو مراسمو ترڅ کې د دوو ګالریو او یو تونل کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

تړلي موضوعات