کندهار کې ۵۰۰ کروندګرو ته د زعفرانو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول

کندهار کې ۵۰۰ کروندګرو ته د زعفرانو اصلاح شوي تخمونه و وېشل شول افغانستان

د کندهار لایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست مسؤلینو وایي، په دې وروستیو کې د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالیتا زیاته شوې، چې د اسلامي امارت مسؤلینو له لوري ورته وخت په وخت د لاښه بازار په موخه نندارتونونه جوړیږي.


د کندهار کرنې مسؤلینو په خبره، تر دې مهاله یې په کندهار کې په ۱۲۰۰جریبه ځمګه باندې زعفران کرلي دي.


د کندهار د کرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی حريت راډيو ته ويلي، پنځه سوه کروندګرو ته یي د زعفرانو اصلاح شوي تخمونه، کېمياوي کود، د عامه پوهاوي پروګرامونه او د بازار موندنې په موخه ورته نندارتونونه جوړ کړي، چې اوس د یو کېلو زعفرانو ارزښت پنځه اتیا زره افغانۍ کیږي.


نوموړي زیاته کړې،«له یو جریب زعفرانو څخه یو کیلو ګرام حاصل راټولوو، چې دغه یو کیلو زعفران تر ۹۰زرو افغانیو پورې ارزښت لري. سږ کال د بازار موندنې په برخه کې د هالنډ کمېټې له طریقه موږ لپاره یو ښه نندارتون درلود.»


نوموړی زعفران د کوکنارو ښه بدیل بولي چې د کندهار په پنجوایي، ډنډ، ژړۍ، دامان، میوند او خاکرېز ولسوالیو کي له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ جریبه په زیاته ځمکه باندې د زعفرانو کښت کيږي.


مولوي شمس الرحمن موسی په دې اړه حریت راډیو ته وویل،«زعفران د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کښت دی هم اقتصادي ارزښت لري او هم ښه نتېجه ورکوي د کندهار په ټولو ولسوالیو کې يي ښه توافق کړی او ښه حاصلات یې ورکړي دي.»


بل لور هغه کرونده ګر ،چي د زغفرانو کښتونه يې کړي وايي،ښه حاصلات تر لاسه کوي او خوښ دي،چي اسلامي امارت د کوکنارو غوره بدیل ورته پیدا کړی او کروندګر ورڅخه حلاله نفقه لاسته راوړي.


د کندهار دوو تنو کروندګرو محمد داود او محمد عثمان حریت راډیو ته وویل،«زعفران خو سره طلا بوټی دی یو ډېر ارزښتمند کښت دی له دې کمېټې څخه خوشحاله یو چې له حرام کښت څخه یې راوګرځولو او د حلال کښت لار یې راوښودله.»


د يادونې وړ ده، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس په ټول هیواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګېدلی، چي ورسره هم مهاله کروندګرو د زعفرانو او نورو بدیلو کرنیزو توکو کښت ته موخه کړې، چې د اسلامي امارت مسؤلینو لخوا يې هم بشپړ ملاتړ او همکاري شوې ده.

تړلي موضوعات