د شیهدانو او معلولینو چارو وزارت د تیرې ادارې نظامیانو ته په ټاکلي وخت کلنی حقوق ورکوي

د شیهدانو او معلولینو چارو وزارت د تیرې ادارې نظامیانو ته په ټاکلي وخت کلنی حقوق ورکوي افغانستان

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسؤلین وایې، تر دې دمه یې په ټول هیواد کې د تیرې ادارې د نظامیانو «۱۲۰۳۷۸» کونډي، یتیمان او معلولین ثبت او راجستر کړي چې ټولو ته یو شان او په ټاکلي وخت خپل حقوق ورکول کیږي.


د شهیدانو او معلولینو چارو زوارت ویاند مفتي فیصل خاموش وایې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تیرې ادارې د نظامیانو تر ۱۲۰ زرو زیات کونډي، یتيمان او معلول نظامیان ثبت کړي او دا لړۍ لاهم جریان لري.


خاموش زیاته کړه، د شهیدان او معلولینو چارو وزارت دغو کونډو، یتیمانو او نظامیانو ته پرته له کوم توپیر پر وخت خپل میاشتنې حقوق ورکوي.


مفتي فیصل خاموش په دې اړه حریت راډیو ته وویل،«د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د تیرې ادارې یولک شل زره درې سوه اته اویا معلول نظامیان، یتیمان او کونډې ثبت او راجسټر دي دغه وزارت له کوم تبعیض او توپیر پرته دوی ته میاشتنۍ نغدي مرستې او مساعدتونه ورکوي او کله کله د ځینو موسیساتو له لارې هم وسره مرستې کیږي.»


په ورته وخت کې د تیرې ادارې هغه معلول نظامیان چې د جګړو پر مهال معلول شوي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دغو نظامیانو ته هم خپل کلني حقوق ورکوي.


دغه نظامیان له یاد وزارت څخه خوښ دي چې له کومې کرکې او تبعیض پرته په خپل وخت ورته کلنی ټاکل شوي حقوق ورکول کیږي د دوي په خبره، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري په بشپړ ډول ورته ټاکل شوي کلني حقوق ورکول کیږي.


د تیرې ادارې معلولو نظامیانو عبدالرشید او صدرالدین له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل،«د تفتیش لپاره د پکتیکا ولایت ته تللی وم چې د بېرته راسنېدو پر مهال زموږ موټر چپه شو، چې دواړه پښې مې پکې فلج شوې اوس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت زموږ حقوق راکوي او اوس یې هم زموږ د اتو میاشتو حقوق راکړل موږ ترې خوښحاله یو چې ښه رویه راسره کوي.له اسلامي امارت څخه مننه کوو سره له دې چې د تېر نظام بریدمل وم په غزنی ولایت کې په جګړه کې ولګېدم د اتو میاشتو معاش یې راکړی او د څلور نور میاشتو پاتې معاش به هم ژر راکړي.»


همداراز دغه نظامیان د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه خوښ دي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یې د حقونو په ورکړه کې هیڅ ډول ستونزي ورته نه دې رامنځته کړې او له کوم درېغ پرته یې د نیم کال معاشات ورکړي او د پاتې نیم کال معاشات به هم په راتلونکو څو ورځو کې ورکړل شي.


د دغو نظامیانو له ډلې عبدالرقیب او غزني ګل حریت راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه،«د تیرې ادارې سربازان یو له اسلامی امارت څخه خوښ یو، چې په وخت مو حقوق راکوي اوس یې هم راته د شپږ میاشتو حقوق راکړل او د پاتې شپږ میاشتو به هم ژر راکړي.»


دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه د شیهدانو او معلولینو چارو وزارت د تیرې ادارې د نظامیانو د کونډو او یتیمانو تر څنګ د پلازمېني کابل په ګډون په ټول هېواد کې «۱۸۰» زره معلولین، کونډي او تیمان ثبت او راجستر کړي، چې ټولو ته په ټاکلي وخت حقوقو ورکول کیږي.

تړلي موضوعات