د راډیو نړېواله ورځ او پر افغانانو یې اغېزې

د راډیو نړېواله ورځ او پر افغانانو یې اغېزې افغانستان

تېره ورځ د فبروري ۱۳مه د راډیو له نړېوالې ورځې سره برابره وه، دغه ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

د راډیو نړیوالې ورځې له رارسېدو سره سم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۸۰ راډیويي دستګاوې فعالیت کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مولوي مهاجر فراهي د دې ورځې په اړه په خپل پیغام کې د قومونو ترمنځ د یووالي په ټینګښت کې د راډیو رول مهم بللی او د رسنیو له مسئولینو یې غوښتي، چې د خلکو پر وړاندې دې خپل رسالت او مسئولیت په ښه ډول اداء کړي.

راډیو چې تر ټولو د لږ لګښت لرونکې رسنۍ بلل کېږي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې زیات مینه وال لري، چې په نړۍ کې له یوې پېړۍ زیاته مخینه لري.

 یونیسکو یا د ملګرو ملتونو کلتوري څانګې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د فبروري ۱۳مه د راډيو نړېوالې ورځې په توګه ونوموله.

 

په افغانستان کې د راډيو مخینه:

راډیو په افغانستان کې شاوخوا سل کاله وړاندې په لومړي ځل په ۱۳۰۷ کال کې د وخت حاکم امان الله خان په وخت کې په فعالیت پیل وکړ، چې اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې له کورنیو او بهرنیو پېښو د خبرېدو په موخه زیات مینه وال لري.

امان الله خان په ۱۳۰۴ هـ کال کې د عطاءالله په نوم یو انجنیر المان ته ولېږه، ترڅو په یاد هېواد کې د راډیو فعالېدو او نورو تخنیکي برخو کې زده کړې وکړي.

په جرمني کې تر روزنې وروسته یاد کس له څو تنو الماني انجنیرانو او د راډیو دوو دستګاوو سره یو ځای کابل ته را ستون شو.

د الماني او افغاني انجینرانو له څو میاشتې مسلکي کار وروسته د ټرانسمیټر د نصبولو کار پای ته ورسېد او د کابل راډیو د یوې کوچنۍ ودانۍ د کوټې لندني له سیمې د ۲ سوه واټه یوه کوچني ټرانسمیټر په وسیله، په ۳۶۰ متره څپو خپل نشرات پیل کړل.

 

د افغانانو پر ژوند د راډيو اغېز:

راډيو اوس هم په افغانستان کې خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې اساسي رول لري او د افغانانو په منځ کې د رسنیو له ډلې د ډېر محبوبیت او ځای لرونکې ده.

نن سبا آن تر دې چې بزګر په خپل پټي کې راډيو اوري او له دې لارې په هېواد او نړۍ کې له مهمو پېښو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو ټولنیزو مسایلو څخه د راډيو له لارې پوهاوی او خبر ترلاسه کوي.

راډیو د خلکو لپاره سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تفریحي او په بېلابېلو برخو کې پراخ مالومات خپروي، چې هره برخه یې خپل مینوال او مخاطبین لري.

دغه بې لګښته رسنۍ چې اوس د هرکور د مېلمه په توګه پېژندل کېږي، اغېزې یې هم همدومره دي، چې ښه بېلګه یې راډیویي ښوونځي، د نشه یي توکو د استعمال مخنیوي په پار پروګرامونه او سیاسي او اقتصادي خپرونې دي، چې هرې برخې یې په خپل وار سره  خپلې اغېزې لرلې دي.

انساني فکر ترټولو ښه اخیستنه له داسې خبرو کولای شي، چې غواړي وایې وري او راډیو یو له هغو وسایلو ده چې د انساني فکر سره سم خبرې کوي، هرکله چې انسان وغواړي اورېدلای یې شي او هرکله چې وغواړي بندولای یې شي، ځکه هیڅ داسې نزاکت یې ترمنځ نشته، چې د جبر له مخې ورته غوږ شي.

د نړیوال وب شاخص د معلوماتو له مخې په یوه ورځ کې په معمول ډول ۱۲ سلنه خلک له ټلوېزیون، ۱۲ سلنه له راډيو، ۱۲ سلنه له آنلاین مطبوعاتو، ۲۸ سلنه له ټولنیزو رسنیو، ۱۳ سلنه له مایکرو بلاکینک او ۹ سلنه له ولاګونو څخه ګټه اخلي.

تړلي موضوعات