ځانګړی راپور؛ بدخشان کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې د ژغورنې عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل

ځانګړی راپور؛  بدخشان کې د نسکورې شوې روسۍ الوتکې د ژغورنې عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل آسیا

حریت نیوز ته رسېدلي انځورونه ښيي، هغه کوچنۍ روسۍ شخصي جټ الوتکه چې د بدخشان د کوه آب ولسوالۍ ارزکو سيمه کې غورځېدلې وه، د اسلامي امارت د هوايي ځواک د ژغورونکي ټيم له لورې موندل شوې او د پېښي سیمې ته له رسېدو سره جوخت څلورو تنو ته چې په پېښه کې ژوندي پاتي شوي نجات ورکړل شوی.

سرچېنه زیاتوي، چې ژغورل شوي روسان نن سهار وختي مهال د کوه آب ولسوالۍ مرکز ته را لېږدول شوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د یوه تن روسي شتمن پورې اړوند دغې شخصي الوتکي له تايلينډ هېواده پرواز کړی و، چې د هند او تاشکند له لارې روسیې ته پر لاره وه، چې د تخنیکي ستونزو له امله له خپل مسیر څخه په انحراف د افغانستان هوايي قلمرو ته داخله شوې او را نسکوره شوې، چې له غورځېدو سره الوتکه ټوټه ټوټه شوې خو اور یې نه دی اخیستی.

ویل کېږي چې د پېښې په اړه له ديپلوماتيکو لارو روسيه، تاجکستان او د افغانستان حکومتونه په دوامداره توګه په تماس کې وو، چې اسلامي امارت سیمې ته په عملېاتو کې د مرستې لپاره د پېښې ځای ته چورلکې هم استولې وې او ژغورونکې ډلې له تېرې ورځې راپدیخوا لاس په کار وې، چې بالاخره تېره ورځ ناوخته ژغورنکي ټیمونه وتوانېدل چې د الوتکې د سقوط د ځای ځایګي په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د سرچینې په خبره، سیمه چې ډېره زياته سړه، لیرې او غرنۍ ساحه ده او زیاته واوره هم پکې شوې ده، بیا هم ټوله شپه د ا.ا.ا د هوایي ځواک ژغورونکو ډلو پکې کار وکړ او د دې الوتکې څلور ژونديو کسانو ته یې په نجات ورکولو او خوندي سیمې ته یې په لېږدولو کې مرسته وکړه.  او نن سهار وختي ېې د کوه اب ولسوالۍ مرکز ته رانقل کړل.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د دې الوتکې مسیر د افغانستان په فضا مخکې له مخکې نه و پلان شوی او د تخنیکي ستونزو له امله له خپل مسير څخه منحرفه او افغانستان ته را اوښتې وه.

د یادونې ده، چې بیا ځلې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته دا په افغانستان کې د الوتکې د سقوط لومړۍ حادثه وه چې د پلټنې او ژغورنې عملیات یې په بریالیتوب سره مدیریت او پای ته ورسول شول.
#حریت_راډيو