د تورخم عمري پنډ غالي کې ټولې اسانتیاوې برابري شوې دي

د تورخم عمري پنډ غالي کې ټولې اسانتیاوې برابري شوې دي افغانستان

عمري پنډغالی هغه ځای چې له پاکستان څخه تازه راستنېدوونکي کډوال لومړۍ څو شپې همدلته کوي ځکه د ژوند تېرولو لپاره ورته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې دي.


په ننګرهار کې د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو رییس وایي، ټولو راستنېدوونکو هېوادوالو ته چې له پاکستانه په جبر راویستل شوي د تورخم په عمري پنډغالي کې یې ټولې اسانتیاوي ورته برابرې کړې او د اړتیا وړ مرستې هم ورسره کیږي.

د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدوونکو چارو رئیس حاجي باز محمد عبدالرحمن حریت راډیو ته وویل، د عمري پنډغالي د ټولو برخو د رغونې چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به یې ډېر ژر بشپړ شي.


نوموړي زیاته کړه، تر دې دمه د تورخم له لارې ۵۰ زره کورني هېواد ته راستنې شوې، چې خپلو ولایتونو ته استول شوې دي.


بازمحمد عبدالرحمن حریت راډیو ته وویل،«فلحال لپاره په جماعت کار روان دی په لنډ وخت کې به یې کار سرته ورسیږي همداسې حمامونه، تشنابونه، سړکونه او خیمې دي. نوي فیصده پنډ غالي چې دی پایه ګانې په کې لګیدلي دي کټارې جوړې شوې.اوس وخت کې خو به د سلو او یونیم سلو تر منځ کورنۍ هېواد ته راستنیږي تورخم له لارې نه پنځوس زره کورنیو پورې به هېواد ته راغلي وي، چې ټول خپلو ولایتونو ته تللي دي.»


بل لوري ته تازه راستانه شوي کډوال له روانو خدماتو او بیا رغونې له چارو خوښ دي په خبره یې هیڅ برخه کې یې تر دې دمه د کمي احساس نه دی کړی.


راستانه شوي کډوال وایي، په دغه پنډغالي کې نه يواځې دا چې هېواد ته د تازه دمو راستنېدوونکو کډوالو سره مرستې کیږي بلکه تر څنګ یې د بیا رغونې چارې هم په چټکۍ روانې دي چې د پنډغالي ګڼې برخې رغېدلي.


تازه راستون شوي کډوال له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل،«د دلته ډېر خوشحاله یو او د خوشحالۍ ژوند تېروو کمپ ماشاءالله ټول د مهاجرینو د عزت ځای دی دلته زمونږ د ټولو ورونو دلته عزت خوندي دی.د کمپ نه دوی چارچاپیره دوی سیم تاو کړی دی بهر خلک بې له اجازې هیڅ نه شي داخلیدلی د دولت کسان او موسسات زمونږه په خدماتو کې حاضر دي.تر لس دولسو پورې دلته کلینیکونه هم موجود دي په خپل ټیم باندې دلته ډوډۍ رسیږي مهاجرو وروڼو ته د تشنابونو لپاره یې ډېر منظم سیستم جوړ کړی دی ډېر د عزت ځای دی تر ټولو نه د خوشحالۍ ځای دا دی چې دلته شفافیت موجود دی.»


راستانه شوي کډوال د افغانستان اسلامي امارت څخه هم خوښ دي چې په ډېر کم وخت کې یې د زرګونو راستنېدوونکو کډوالو ته د ژوند تېرولو لپاره د ټولو اسانتیاو زمینه برابره کړه.


دوی وایي، هېواد ته په راستنېدو خوښ دي ځکه د کډوالۍ په ژوند کې یې د پاکستاني حکومت لخوا زیات کړاونه لیدلي.


د تازه راستنو شو کډوالو په خبره، چې تورخم کې اسلامي مارت په ډېر ښه شکل هر څه مدیریت کوي.


راستنو شویو کډوالو حسن خان او زرین حریت راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه «مونږ خو بې حده زیات خوشحاله یو خپل ملک ته راغلو ټول زمونږ خدمت ته ولاړ دي د اسلامي امارات نه هم ډېر خوشحاله یو.هلته خو ډېرې بې عزتیانې وي حالات خراب وو کار ته دې نه پرېږدي بې عزتیانۍ کوي حالات خراب وو.دلته ډېر ښایسته پروګرام دی مونږ راغلي یو بیسترې او هر څه پروګرامونه مونږ ته ښه منظم برابر شوو.»


د کډوالو ریاست د مسولینو په وینا کومې کورنۍ چې تر دې دمه راستنې شوي ټول خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته د اسلامي امارت لخوا رسول شوې او هغه کورنۍ چې تازه هېواد ته راستنېږي د ورځې په تول کې یې شمېر تر سلو رسېږي او هر څه ورته په خپل وخت په منظم شکل ورکول کېږي.

تړلي موضوعات