ننګرهار ښار کې د امنيتي کیمرو په لګولو سره د جرمونو کچه هم راټيټه شوې

ننګرهار ښار کې د امنيتي کیمرو په لګولو سره د جرمونو کچه هم راټيټه شوې افغانستان

د ننګرهار ولايت د امنيې قومندانۍ مسؤلینو د تېر يو کال لاسته راوړنو وړاندې کولو په اړه د يو رسنيز کانفرانس پر مهال وويل، په ننګرهار ښار کې د امنیتي کیمرو لګولو سره د جرمونو کچه هم راټيټه شوې او د امنیت په ټينګښت کې يې هم د پام وړ پرمختګ کړى دى. 


د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسولینو په خبره، په یاد ولایت کې یې امینت په بشپړ ډول ټینګ کړی او د خپلو هېوادوالو د سر او مال تر څنګ د ټولو نړیوالو ادرسونو او موسساتو کار کوونکي په ازادانه ډول فعالیت کوي او په ټوله مانا خوندي دي. 


د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز وايي، په تېر يوه کال کې يې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي. 


مولوي محمد طاهر مبارز د خپلو خبرو پر مهال وویل، «امنيتي برخه کې د ټولو دولتي، نادولتي موسساتو، بنسټونو، اقتصادي پروژو، ديپلوماتيکو، تعليمي لوړو زده کړو، روغتيايي، ورزشي ميله ځايونو او نورو برخو او همدا شان د ملي او ديني ورځو او نورو مراسمو د امنيت د ټينګښت چارې په منظمه توګه سمبال شوې دي د ننګرهار ولايت په دوويښت ولسوالېو نهه ښاري حوزو او د تګ راتګ په ټولو مسيرونو کې ډاډمن امنيت خوندي دی او په دې تړاو د لوی خدای ج په فضل له هيڅ ډول ستونزو سره مخامخ نه يو هيوادوال کولای شي چې د دې ولايت هرې نقطې ته بې له کومې وېرې او ډار پرته سفر وکړي، د ملګرو ملتونو د دفترونو او کارکوونکو او نورو نړيوالو مرستندويه موسساتو او سياحت کوونکو امنيت خوندي شوی دی ټولې امنيتي چارې د يو منظم امنيني سیستم له لارې تنظيميږو.»


ښاغلي مبارز زياته کړه، د قومندانۍ اړوند پرسونل د مسلکيتوب لپاره يې هم هڅې کړې او په ياده برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى دى. 


د نوموړي په خبره، په تېر يوه کال کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې هم چټکه مبارزه او بېلا بېل عمليات کړي، چې پر مهال يې نيول شوي توکي اړوند ارګانونو ته سپارل شوي. 

همداراز په تېر کال کې د مختلفو جرمونو په تړاو په سلګونو کسان نیول شوي دي او قانون پرې پلي شوی.


مولوي محمد طاهر په خپلو خبرو کې زياته کړه،«د پرسونل د مسلکيتوب او کاري ظرفيتونو د لوړونې په موخه اړين اقدامات ترسره شوي دي او په زرګونه شمېر مجاهدين د مسلکي او عقیداتي حقوقي او نظامي زده کړو څخه فارغ شوي، د جرايمو څخه د مخنيوي په برخه کې د ٩١٨ جرمي پېښو په تړاو يې ١٥٤٧ تنه نيول شوي دي د جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د دې کال په تېرو څو مياشتو کې ٥٧٦ جنايي پېښې ثبت شوي او په تړاو يې ١١٦٧ کسان چې ١٣٣٠ يې نارينه او ٣٦ يې ښځينه دي په لاندې تورونو نيول شوي دي، د غلا په تور ١٤٥٤ تنه د بد کارۍ په تور ١١٠٥ تنه د کسبورۍ او پرېبکارۍ په تور ٩٤ تنه د وهلو او ټکولو او د والاديانو د شکايت په تور٨٤ تنه د قتل او د قتل د هڅو په تور ٨٣  تنه نيول شوي.»


د ننګر امنيه قوماندانۍ د مسئولینو په خبره، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په ټول کال کې يوازې ١٨ پيښې ثبت شوې چې لاملین یې هم نیول شوي.


نوموړي زياته کړه،«له ترهګرۍ سر د مبارزې په برخه کې اتلس پېښې ثبت شوې دي د دغو پېښو په تړاو اتل تنه نيول شوي دي او د قانوني مراحلو څخه وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي د دغو پيښو پر مهال اته ٣٨ ډوله بېلابېلې وسلې او يو شمېر مهمات او نور لوازم هم ترلاسه شوي، چې اړونده ادارو ته سپارل شوي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه ٢٢٤ پېښې ثبت شوي دي.»


ښاغلی مبارز زیاتوي د جلال اباد ښار په مختلفو برخو کې یې د لا ښه او ډاډمن امنیت لپاره امنیتي کیمرې نصب کړ، چې د جرایمو کچه هم ورسره راټيته شوې ده.


د هغه په خبره، چې د ځنګلونو د ساتلو لپاره یې هم ځانګړي ځواکونه په دندو ګمارلي او د هغو خلکو مخه یې نیولې چې وړاندې به یې په غېر قانوني ډول حکومتي ځنګلونه رېبل.


مبارز په دې اړه وویل،«د ښار په مهمو نقطو کې د جرمونو سره د مبارزې په موخه امنيتي کمرې لګول شوې، چې د پاتې کمرو د لګولو لړۍ روانه ده او کنټرول مرکز يې د امنيه قومندانۍ د انګړ دننه فعال شوی دی د اور وژنې او د نورو طبيعي پېښو ته په خپل وخت رسیده ګي شوې ده او تر ممکنه حده د ځاني او مالي تلفاتو مخنيوی شوى، د ترافيکي، ترانسپورتي او ښاري نظم د لا ښه والي په موخه اقدامات ترسره او د ترافيکي نښو د نظم په برخه کې د پرسونل د کمبود ستونزه هم حواره شوې، د ځنګلاتو د پرې کولو څخه د مخنيوي او همدا شان د کانال د ملکيتونو د ساتنې په موخه ځانګړي تشکيلات فعال او خپلې دندې د لايحې او اصولو سره سم پرمخ وړي، چې په دې لړ کې سل خرواره وچ او لامده لرګي دي شپږ سوه عدد چاتراش او چوکاټونه چې په ناقانونه توګه ليږدول کېدل نیول شوي.»


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مسولینو ډاډ ورکړ، چې ننګرهار کې به هیچا ته د وران کاريو او د امنیت اخلالونکو کړنو اجازه ورنه کړي په خبره یې، که هر څوک یې هڅه وکړي د اسلامي امارت دریځ یې په وړاندې جدي دي او د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

تړلي موضوعات