د بغلان ولایت نساجي فابریکې ځیني برخې ۸۰ سلنه فعاله شوې

د بغلان ولایت نساجي فابریکې ځیني برخې ۸۰ سلنه فعاله شوې پراختیا

د بغلان ولایت د نساجي فابریکې مسؤلین وایې، د دې ولایت د نساجي فابریکې ځیني برخې یې اتیا سلنه فعالي شوې، چې ډېر ژر به یې پاتي کارونه هم بشپړ شي.


د دې فابریکې مسؤلینو حریت راډیو ته ویلي، د دغې فابریکې د پنبې پروسیس، تار او تیکې جوړولو ځیني برخې یې بیرته د پخوا په څېر فعاله کړې، چې دا مهال تر ۳ سوو ډېر کسان پکې په کار بوخت دي.

د بغلان ولایت نساجي فابریکه څه باندې پنځوس کاله مخکې جوړه شوې چې هغه مهال پکې تر درې زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه مساعده شوې وه.


په دې بابریکه کې تولیدېدونکي توکي به پر افغانستان سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېدل، خو د تېرې ادارې د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله دغه فابریکه په بشپړه توګه بنده شوه.


د نساجي فابریکې د مسؤلینو په وینا تېري ادارې د دغې فابریکې ډېری ماشینرۍ او نورې اوسپنیزې توکي د کباړو په بیه پر یو شمېر خصوصي شرکتونه پلورلې وې او ټول تولیدات یې لیلام کړي وه.


خو له تېروه نهو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت د مالیې وزارت په کورنۍ ملي بودیجې د یادې فابریکې د بیرته فعالولو هڅې پیل کړې، چې دا مهال یې ځیني برخې ۸۰سلنه بشپړې او پاتې نورې برخې به یې هم ډېر ژر فعاله شي.


د نساجي فابریکې مرستیال مولوي عبدالمتین حنفي حریت راډیو ته وویل، چې دا مهال د دغې فابریکې ځینې برخې فعاله شوې او د یو شمېر نورو پر فعالېدو کار په چټکۍ سره روان دی چې ډېر ژر به دغه فابریکه په بشپړه توګه فعاله شي. 


مولوي عبدالمتین حنقي په دې اړه زیاته کړه،«نهه میاشتې وړاندې موږ په کار پیل وکړ، دولس سوه ماشینرۍ او اته برخې مو فعاله کړې دي، په ځینو نورو برخو کې مو کارونه تر اتیا سلنه بشپړ شوي ټوله هڅه مو پر دې ده چې دغه فابریکه ژر تر ژره فعاله کړو.»


ښاغلي حنفي زایاته کړه، پنځوس کاله وړاندې دغه فابریکه په کلمه توګه فعاله وه، چې تر درې زرو ډېر کارکوونکي پکې په کار بوخت و، خو اوس مهال یې نږدې نیمایي برخه بیرته فعاله شوې، چې تر درې سوو پورې کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې.

نوموړي هیله وښوده چې د دې فابریکې د پاتې نورو برخو په فعالېدوسره به زرګونو نور کسانو ته هم کاري فرصونه برابر شي.


مولوي عبدالمتین حنفي په اړه له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل،«د نساجي دغه فابریکه د افغانستان په سطحه یوه لویه فابریکه ده، خو له بده مرغه چې د تېري ادارې د نه پاملرنې له امله بنده شوې وه او ځینې ماشینرۍ یې د کباړو په بیه د اوسپني ویلو کولو پر یو شمېر خصوصي فابریکو پلورل شوي وه چې موږ یې دا دی اوس د بیرته فعالولو هڅې پیل کړې دي.»  


په ورته وخت کې د یادې فابریکې یو شمېر فني انجینران وایي، د دې وړتیا لري چې دغه فابریکه په یوازې ځان له نړیوال ملاتړ پرته بیرته د پخوا په څېر فعاله کړي.


دغه فني انجینران زیاتوي، اوس مهال یې د دغې فابریکې ځینې برخې بیرته فعاله کړې او تولید ظرفیت یې هم د تېر په پرتله څو چنده ښه شوی دی.


دوی وایې،له نږدې پینځوسو کلونو را پدېخوا په دغه فابریکه کې کار کوي په خبره یې، دلته ټول په کار بوخت کسان د پنبې د پروسس، تیکې او ماشین جوړولو په برخه کې له همدې فابریکې تجربه تر لاسه کړې او کولی شي چې بیرته دغه لویه فابریکه خپل پخواني حالت ته وګرځوي.


دغو انجینرانو همداراز زیاته کړې، د تیرې ادارې پر مهال د نساجي فابریکې مسؤلینو په قصدي توګه د دغې فابریکې د تولید ظرفیت ټیټولو، که به يې پر وړاندې غږ پورته کړ له یا به یې له دندې ګوښه کول او یا به یې د مرګ ګواښونه ورته کول.


د دغې فابریکې فني انجینر سطان محمد په دې اړه وایې،«دا ډېره لویه فابریکه وه او زرګونه کسان پکې په کار اخته وه، دغلته د تیرې ادارې مسؤلینو دومره فساد کولو چې اخر یې له امله فابریکه وتړل شوه، موږ به لېدل چې د فابریکې عواید به شخصي جیبونو ته تلل خو که موږ به یې پرې وړاندې غږ پورته کولو نو یا به یې له دندو شړلو یا به یې په مرګ ګواښولو.»


په دغه فابریکه کې پر کار بوخت یو شمېر نور فني انجینران بیا په نساجي کې تولیدېدونکي تار او تیکه له ټولو نړیوالو معیارونو سره برابر بولي او زیاتوي، چې د تېر په پرتله یې د تولید کچه نه یوازې دا چې ډېره شوې بلکې معیار یې هم لوړ شوی دی.


دغه انجینران خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې دوی له سوداګروغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، تر څو بهرنیو هېوادونو ته په کار کولو پسې د ځوانانو د تګ مخه هم ونیول شي.


د یادې فابریکې فني انجینرانو صدیق الله او غلام الدین جمشید وایې،«د اسلامي امارت په راتګ سره د دغې فابریکې د تولید ظرفیت هم لوړ شوی دی او هم ښه شوی، یعني معیار یې لوړ شوی او د دې تر څنګ دلته ټول انجینران مسلکي او په کار پوهه کسان دي.»


د نساجي دغه فابریکه د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د افغانستان پخواني ولسمشر سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال پر څه باندې ۵۵ جریبه ځمکه جوړه شوې، چې هغه مهال تر درې زره ډېرو کسان پکې په کار کولو بوخت و.


په دغې فابریکه کې له پنبې جوړه شوې تیکه به پر افغانستان سربېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېدله خو له ۱۳۹۶ کال راهیسې دغه فابریکه په بشپړه توګه بنده شوې وه، چې اوس یې اسلامي امارت د بېرته فعالولو لپاره هڅې چټکي کړې او په نږدې راتلونکي کې به فعاله او زرګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات