د شمالي ولایتونو د ډبرو سکرو له کانونو څخه هره ورځ اوه زره ټنه سکاره استخراجېږي

د شمالي ولایتونو د ډبرو سکرو له کانونو څخه هره ورځ اوه زره ټنه سکاره استخراجېږي سوداګرۍ

د هېواد د شمال زون د ډبرو سکارو د تصدۍ مسئوولین وایې، اوس مهال د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو تر رزو په ډېرو کانونو کې کیدنې روانې دي چې په ورځني ډو تر اووه زره ټنو پورې سکاره ورڅخه استخراجېږي، چې پکې تر شل زرو زیاتو فني انجینرانو او کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.


د شمال زون د ډبرو سکرو تصدۍ رئیس مولوي عبدالله عابد وایې، اوس مهال په هېواد کې په بشپړ ډول د ډبرو سکرو کانونو د خپلسري کیندنو او قاچاق مخه نیول شوې او چاته  به اجازه ورنکړي چې په خپلسري ډول سکاره استخراج او قاچاق کړي.


عبدالله عابد له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل، د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون به نهو ولایتونو کې د ډبرو سکرو تر زرو په ډېرو کانونو کې د ډبرو سکرو استخراج چارې دوام لري، چې لسګونه یې د تصدۍ ریاست او پاتې نور یې خصوصي شرکتونو ته د کیندنې په موخه په قرار داد ورکړل شوي دي.


ښاغلي عابد له حریت راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه،«په ټول شمال کې موږ ۱۰۲۸ معادنونو لرو چې ټول پکې تقریبأ شل زره کسان کار کوي، په دې کې ۳۳ معادنونه خپله د سکارو تصدۍ ریاست له لوري استخراجېږي او پاتې نور یې په قرارداد ورکړل شوي دي، هغه چې د تصدۍ لخوا استخراجېږي په ورځ کې زر ټنه او هغه نور معادنونه چې په قرار داد ورکړل شوي پینځه یا شپږ زره ټنه سکار ترې هره ورځ استخراجېږي.»


نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د دغو کانونو د کیندلو چارې د افغان فني انجینرانو له لوري پر مخ وړل کېږي په خبره یې، په دې کانونو کې ټول کارکوونکي هم افغانان دی او هیڅ بهرني ته پکې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي.


ښاغلي عابد حریت راډیو ته وویل، له یادو کانونو څخه استخراجېدونکي ذغال په قانوني بڼه نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته استول کیږي او اوس مهال د ټولو هغو خپل سرو کیندنو مخه نیول شوې چې پخوا به ترې شکایتونه کېدل.


عابد په دې اړه وویل،«الحمدلله د پخوا په پرتله خو اوس د سکارو د قاچاق مخه په مکمله توګه نېول شوې ده، موږ په ټول شمال زون کې ۱۵ ترازوګان نصب کړي چې دا پوره د قاچاق مخنیوی کوي، سره له دې چې ترازوګانې نصب شوې مجاهدین په هغو ساحو کې دي چې د دغو ترازوګانو محافظت کوي او په ټولو کانونو کې امنیتي پوستې لرو چې د کانونو امنیت او قاچاق مخنیوی کوي.»


په همدې حال کې د ډبرو سکرو په دغو کانونو کې په کار بوخت انجینران وایې، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټولو کانونو کې په بشپړ ډول انجینري قوانین پلي شوي، چې ورسره په کانونو کې د کیدنې پر مهال د نړېدو له کبله د مرګ ژوبلې کچه هم صفر ته راټیټه شوې.


دغو انجینرانو له حریت راډیو سره په خبرو کې وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په ټولو په ځانګړي ډول هغو کانونو کې مسلکي کسان په دندو ګمارلي چې د نړېدو ګواښ یې زیات وي.

دغه انجینران زیاتوي، چاته به اجازه ورنکړي چې د انجینري قوانینو خلاف د سکاره استخراج کړي.


د دې انجینرانو له ډلې ایمل اریوبي او حشمت الله ابرار حریت راډیو ته وویل،«د کانونو او پترولم وزارت یو کمیسون جوړ کړی چې پر ټولو کانونو نظارت کوي، پخوا خو هر سړي په خپل زړه کانونه کېندل چې هم یې قاچاق ډېر ؤ او هم یې انجینري قوانین نه عملي کول، چې ډېری وخت به کانونه را نړیدل او کاریګرو ته به یې مرګ ژوبله اړوله، اوس دغه کمیسون له ټولو کانونو نظارت کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې اصول تر پښو لاندې کړي چې ورسره د مرګ ژوبلې شمېره د صفر کچې ته را ټیټ شوې ده.»


د افغانستان په شمال او شمال حتیځو ولایتونو کې له استخراجېدونکو کانونو د ډبرو سکرو نه یوازې دا چې به کور دننه د هېوادوالو اړتیا پوره کړې بلکي یو شمېر نورو هېوادونه ته صادریږي چې له درکه یې هر کال افغانستان ته په میلیونونو ډالر عواید راځي.

تړلي موضوعات