کابل کې د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو سوداګرۍ

په کابل کې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا څلور ورځنی ملي ننداتون پرانیستل شو

دغه نندارتون د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د تسل ګروپ له لوري د غوره کورنیو تولیداتو پیاوړتیا بازارنومدنې او له نظام څخه د ملاتړ په موخه څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو، چې ټول کورني تولیدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.

د کورنیو تولیداتو په دویم پړاو دغې نندارتون کې شا او خوا ۱۵۰ غرفې شتون لري، چې دهېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه صنعت کارانو خپل تولیدات پکې نندارې ته وړاندې کړي.

د تسل ګروپ مشر تسل خان د دې نندارنو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: یاد نندارتون یې له کورنیو تولیدات څخه د ملاتړ په موخه جوړ کړی، ترڅو افغاني تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شي او خلک دېته وهڅول شي چې له خپلو کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي.

د تسل ګروپ مشر تسل خان زیاته کړه،«الحمد الله اوس مهال افغانستان د اقتصاد له پلوه د پرمختګ په حال کې دی ورځ تربلې د اقتصادي پرمختګونه کیږي ددغه نندارتون اصلي موخه داده چې موږ ټول د خپلو پانګوالو وروڼو ترڅنګ ودریږو او له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلو».

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی او مالیې مرستیال مولوي سعد الدین سعید وویل، د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او نورو مسولین په ګډون ټول د افغانستان د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا ته ژمن دي په خبره یې، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې له کورنیو تولیداتو څخه د ګټي اخیستلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي سعید په دې اړه رسنیو ته وویل،« الحمد الله د اسلامي امارت دمشرتابه په شمول ټول مسولین دې ته ژمن دي چې له کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، موږ ټول د اسلامي امارت د مشرتابه او په خاصه توګه د اقتصادي معینیت له لورې دا سپارښتنه ده چې کورني تولیدات وکاروئ».

په ورته مهال د نندارتون ګډون کوونکي هم د یاد نندارتون په جوړېدو خوښ دي او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او بازار موندنې لپاره دا ډول نندارتونونه ګټور بولي دوی له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.

د دې نندارتون ګډونکوونکي وایې،« دغه ډول نندارتونونه زموږ د تولید لپاره ډېر اړین دي زموږ له ټولو هیوادوالو غوښتنه داده چې د بهرنیو تولیداتو پرځای دې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي ځکه چې دا په هېواد کې دننه تولید کیږي او ګټه یې هم افغانستان ته رسیږي».

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معینیت له لوري د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په غونډه کې ټولو دولتی او غیر دولتي ادارو ته په خپلو تدارکاتي پروسو کې له کورنیو تولیداتو څخه چې د بهرنیو تولیداتو به پرتله یې کیفیت له ۱۰څخه تر ۱۵ سلنې کم هم وي د ګتي اخیستلو سپارښتنه وکړه.

تړلي موضوعات