افغانستان کې د ا.ا له حاکمیت وروسته هند ته صادرات زیات شوي

افغانستان کې د ا.ا له حاکمیت وروسته هند ته صادرات زیات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ تغییرات راغلي دي.

 انډین اکسپرېس خبر ورکړی، چې تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د هند صادارت کم شوي، خو برعکس واردات یې زیات شوي دي. 

دغې هندې رسنۍ ویلي، له افغانستان څخه د هند واردات د ۲۰۲۳ او ۲۴ کلونو کې ۶۴۲.۲۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.

هند ته د افغانستان په صادرېدونکو توکو کې انځر، کشمش، مڼې، وږه، زعفران، بادام، زردالو، پیاز، انار، چهار مغز او طبي بوټي شامل دي.

د افغانستان او هند چارواکو دې وروستیو کې هڅه کوي د کابل او ډهلي سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د ایران چابهار بندر له لارې د دغو اړیکو د پیاوړتیا لپاره استفاده وکړي.

تړلي موضوعات