کابل او تاشکند د ګډ سوداګریز زون په جوړولو هوکړه وکړه

کابل او تاشکند د ګډ سوداګریز زون په جوړولو هوکړه وکړه سوداګرۍ او اقتصاد
ازبکستان ته د اقتصادي مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر

د ازبکستان لومړي وزیر جمشید خواجه یوف د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لېدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد کې ګډ سوداګریز زون په جوړېدو به سوداګریزې اړېکې لا پراخې شي.

په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې د پروسس فابریکې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي. 

خواجه یوف همداراز افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج برخو کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، د طوطي میدان ګازو اکتشاف برخه کې ښه پرمختګ لري او نږدې وخت کې به یې د استخراج چارې پیل شي.

نوموړي په عین حال کې ویلي، ازبېک پانګوال په سمنګان ولایت کې د سېمنټو کارخونې جوړولو کې پانګونې ته لېواله دي.

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بیا د ازبکستان د طرحو هرکلی کړی او له خپل لوري یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو په موخه ازبکستان ته په رسمي سفر تللی دی.

تړلي موضوعات