افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا په لټه کې یوو

افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا په لټه کې یوو سوداګرۍ او اقتصاد
کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي

کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي ویلي، ایران هڅه کوي د تهران او کابل ترمنځ د سوداګرۍ، حمل او نقل، باروړونکو موټرو او د خلکو پرمخ د تګ راتګ ټولې نښلونکې لارې برابرې کړي. 

نوموړي فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، ایران افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هڅه کوي افغانانو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي. 

ښاغلي بیګدلي زیاته کړې، کابل کې د ایران سفارت چابهار بندر کې د افغانستان استازو د شتون په لټه کې دی.

 د یادونې ده، چې دا مهال د افغانستان او ایران اړیکې په لوړه کچه کې دي او د دواړو هېوادونو چارواکي تل د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تړلي موضوعات