ازبکستان ته د افغانستان تلونکو بند پاتې موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوې

ازبکستان ته د افغانستان تلونکو بند پاتې موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوې سوداګرۍ او اقتصاد
ازبکستان ته د افغانستان تلونکي بارونکي موټر

د بلخ ولایت چارواکو خبر ورکړی، چې له دغه ولایت یو ۹ کسیزه پلاوي د ستونزو د حل لپاره دغه هېواد ته سفر کړی او له ازبک چارواکو سره یې کتلي دي. 

د بلخ سیمه‌ییز مسؤلینو ویلي، دې کتنه کې د افغانستان د ټرانزیټي موټرو بند پاتې کېدلو، په ګډ بازار کې د افغان وچو مېوو د پلور مخنیوي او روغتون ته د بېړنیو ناروغانو دنه‌ لاسرسي پر ستونزو خبرې شوې دي. 

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې لیدنو وروسته یادې ستونزې هوارې شوې او پرېکړه شوې چې ازبکستان به د افغانستان ۱۵۰۰ بند پاتې ترانزیټي موټرو ته د تګ اجازه ورکړي.

همداراز په ګډ بازار کې  افغان سوداګر کولای شي خپلې وچې مېوې وپلوري او هوکړه شوې چې بېړني ناروغان د تذکرې په درلودلو سره د ګډ بازار روغتون ته مراجعه کولای شي.

تړلي موضوعات