حماس د خپلو فدايانو د مشر په ګډون ۱۸۳ نور مهم بنديان ازاد کړل
حماس جهادي غورځنګ نن شنبه اسرائيلو سره د هوکړې له مخې ۱۸۳ نور بنديان راخلاص کړل؛ سلګونو فلسطينيانو د غربي تړانګې په زړه رام الله ښار کې د دې بنديانو هرکلی وکړ.
حماس د دومره شمېر بنديانو په بدل کې درې تنه اسرائيلي بنديان خوشې کړل، چې إلياهو داتسون يوسف شرابي، اور ابراهم ليشها ليفي او اوهاد بن عامي وو. حماس تېره ورځ ويلي وو، چې سبا به دغه درې تنه خوشې کړي او په بدل کې به يې له اسرائيلو ۱۸۳ فلسطيني زندانيان ازاد شي.
په ازادو شويو فلسطيني بنديانو کې ۱۸ تنه داسې وو، چې د عمري بند سزا ورکول شوې وه، ۵۴ نور يې په اوږدمهاله بند محکوم او ۱۱۱ نور هغه بنديان وو، چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې وروسته اسرائيلو نيولي وو.
له راپورونو سره سم په ازادو شويو فلسطيني بنديانو کې ۳۸ تنه د حماس غړي، ۳۰ تنه د الفتح ګوند غړي او يو د الجهاد الاسلامي خوځښت غړی دي.
د حماس په ازادو شويو غړو کې د دې ډلې يو مشهور جنګي قومندان او د فدايانو مشر إياد أبو شخيدم هم دی، چې د ۲۰۰۴ کال د نومبر په ۲۵مه نېټه د اسرائيلو له څلويښت ورځني تعقيب وروسته په ټپي حالت کې ونيول شو. د نيول کېدو پر مهال نوموړی ۱۳ مرمۍ لګېدلی و او دوه تنه ملګري يې شهيدان شوي وو.
اسرائيلو د هغه له نيول کېدو يوه اوونۍ وروسته د هغه کور هم ونړاوه او سره له دې چې دی سخت ټپي وو، له شکنجو ډک تحقيق يې ترې پيل کړ. د تحقيق په اوږدو کې ابو شخيدم د بئر السبع د مشهور بريد مسؤل وګڼل شو، چې حماس د شهيد احمد ياسين او دکتور عبد العزيز الرنتيسي په غچ کې ترسره کړی و او ۱۶ تنه اسرائيليان يې په کې وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي وو.
د حماس دا قومندان دغه راز د چاودېدونکو توکو په جوړولو، د چاودنو په کولو او فدايي عملياتو کې په ګډون تورن شو، چې له امله يې اسرائيلو ۱۸ ځله د عمري بند سزا ورکړه.
ابو شخيدم په الخليل کې د حماس د پوځي څانګې د مشر عماد قواسمة د مرستيال دنده درلوده، نوموړی دا مهال د ۵۰ کالو دی، څلور زامن لري او د وروستۍ زوی نوم يې حمزه ايښی، چې د يوه شهيد ورور نوم يې و، حمزه د پلار له بندي کېدو څو مياشتې وروسته دنيا ته راغی.
په خوشې شويو بنديانو کې بل مهم تن حاتم الجيوسي دی، چې د کتائب شهداء الأقصی له موسسينو څخه دی، ۶ ځل پرې د عمري بند او ۵۵ کاله نور د سزا پرېکړه شوې وه، په هغه د يوه بريد تور هم و چې ۶ اسرائيليان په کې وژل شوي وو.
۳۳ کلن يوسف البمحوح د حماس بل ازاد شوی غړی دی، چې د توغنديو توغولو، چاودېدونکو ځای په ځای کولو او تونلونو کې د کار تورونه پرې وو او له امله يې په ۱۵ کاله بند محکوم و. يوسف د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د زندان په يوه ساتونکي د چړې بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې ۸ کاله بند نور هم زيات شو.
۶۱ کلن جمال الطويل په غربي تړانګه کې د حماس يو قومندان او د البيره پخوانی ښاروال، چې د بېلا بېلو تورونو له امله محکوم و.
رشدي ابو رموز چې د ختيځ قدس اوسېدونکی دی، بل هغه بندي دی چې اسرائيلو حماس سره په تړاو، د ملکي بنديانو کورنيو ته د مالونو او توکو په رسولو او د حماس ليکو ته د جنګيالو په جلبولو تورن کړی و.
حاتم قويدر، شادي البرغوثي، عيسی بطاط، علي الحروب، فلاح شحادة، عاطف الصالحي، نبيل حرب او فادي قداس، نور هغه مشهور بنديان دي، چې نومونه يې رسنيز شوي او اسرائيلو د دوی په ضد په بېلا بېلو جرمونو تورن کړي دي.
ياده دې وي چې حماس اسرائيلو سره د اوربند له وروستۍ هوکړې وروسته پنځم ځل دی چې د اسرائيلو څو تنه بنديان خوشې کوي او په بدل کې يې تر دې دمه سلګونه فلسطيني بنديان د اسرائيلو له زندانونو ازاد شوي دي.