اسرائیلي رسنۍ: ټرمپ هڅه کوي د تل ابیب په پالیسیو کې پراخ نفوذ ولري
اسرائیلي رسنیو پرون چهارشنبه ویلي، چې اسرائیل په بشپړ ډول د امریکا د اجنډا تابع شوی او د امریکا د هغو هڅو مخه نشي نیولای چې د دوی لپاره سره کرښه ده.
اسرائیلو کې معتبرې یدیعوت احرونوت ورځپاڼې په خپل راپور کې د ټرمپ له لوري حماس ته د وروستیو شویو ګواښونو ته په اشارې ویلي، چې تل ابیب اوس د واشنګټن ټولو امرونو تابع دی نو ځکه د حماس په لور د ټرمپ ګوته نېغه وي.
راپور کې تر دې وړاندې ویل شوي، چې منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړي استازي له لوري ټاکل شوی اوربند د نتنیاهو په زړه نه و خو مجبوریت اړ کړ چې غاړه کیږدي.
راپور کې راغلي، که نتنیاهو د ټرمپ امرونو د نه منلو جرئت وکړي نو برخلیک به یې د زیلینسکي په څېر شي.
سرچینه وايي، وروسته له هغه چې د حماس او امریکایي پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې وشوې د دې په اړه اسرائیل چوپ پاتې شول او د نظر له څرګندولو یې ډډه کړې.
المیادین رسنۍ اسرائیلو کې د ټرمپ دغو هڅو ته په اشارې لیکلي، اسرائیلیان حیران دي چې ټرمپ یوازې د امریکا د ولسمشر کېدو قناعت نلري بلکې هڅه کوي چې د تل ابیب پالیسیو کې پراخ نفوذ هم ولري.