د واخان مهم سړک د دوهم فاز تړون نن لاسلیک کېږي

د واخان مهم سړک د دوهم فاز تړون نن لاسلیک کېږي افغانستان
د بدخشان ولایت د واخان سیمه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې تمه ده نن د بدخشان ولایت د واخان مهم سړک د دوهم پړاو پروژې قرارداد لاسلیک شي.

دا سړک، چې افغانستان له چین سره نښلوي، د سیمې د اتصال یوه مهمه پروژه بلل کېږي او لومړی پړاو یې تېر کال د اسلامي امارت له لوري پیل او بشپړ شوی دی.

تر دې مخکې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو چې اسلامي امارت پلان لري واخان په یو نړیوال سوداګریز مرکز بدل کړي او د افغانستان اوسني حکومتي چارواکي هڅه کوي هېواد له چین سره ونښلوي.

تړلي موضوعات