د ایران مذهبي مشر امریکا ته: ایران د متقابل ځواب وړتیا لري او ځواب مو حتمي دی

د ایران مذهبي مشر امریکا ته: ایران د متقابل ځواب وړتیا لري او ځواب مو حتمي دی سیمه
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که امریکا او متحدین یې د ایران پر ضد اقدام وکړي تهران یې بېرته د ځواب وړتیا لري.

علي خامنه اي چې د چهارشنبې په ورځ یې د محصلینو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ایران د جګړې په لټه کې نه دی او نور هېوادونه هم باید دغه تګلاره غوره کړي.

د ایران مذهبي مشر وايي، د ایران لپاره د امریکا د مذاکرې په نوم پروسه د نړۍ لپاره د تېروتنې وسیله ده په خبره یې، دوی په دې ډ‌ول هڅه کوي عمومي افکارو ته دوکه ورکړي.

 نوموړي د ټرمپ هغه ادعا چې وايي، خامنه اي ته د اټومي وسلو اړه د خبرو لپاره لیک استولی یوه دروغجنه دسیسه بللې او زیاته کړې ده، چې ما ته د ټرمپ له لوري تازه کوم لیک نه دی را رسېدلی.

نوموړي په دې ناسته کې د امریکا دا ډول هڅې بې معنا وبللې او زیاته کړې ده، چې له عمل پرته مذاکرې د وخت ضایع کېدل دي.

خامنه اي په خبرو کې ویلي، چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې ایران د امریکا له لوري له بندیزونو سره مخ دی مګر دا مهال یې تحریمونه کم اغېزې او بې اثره شوي.

تړلي موضوعات