اوکرایین د یو میاشتني اوربند له طرحې سره هوکړه کړې
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، اوکرایین روسیې سره د واشنګټن ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز سره هوکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، امریکا به اوس دغه وړاندیز روسیې ته استوي او هیله یې ښودلې چې مسکو به هم اوکرایین سره اوربند په اوربند هوکړه وکړي.
په ورته مهال د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له امریکا غوښتي، چې پر روسیې زیات فشار راوړي چې د اوربند ۳۰ ورځني وړاندیز سره هوکړه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، ښايي روانه اونۍ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، راتلونکو ورځو کې له امریکایي چارواکو سره د اړیکي نیولو احتمال نه ردوي.