روسیې د اوکرایین سولې لپاره خپل مهم شرایط وړاندې کړل
روسیې اوکرایین کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره واشنګټن ته د اوربند راوستو لپاره د شرایطو لېست وړاندې کړی.
رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، لا څرګنده نه ده چې روسیې ولسمشر پوتین به په جدي توګه د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، امریکا ته د روسیې له لوري وړاندې شویو شرایطو کې د روسیې له لوري ټینګار شوی چې کیف لپاره د ناټو غړیتوب باید ورنه کړل شي.
اژانس وايي، مسکو په غوښتنو کې دا هم ویل شوي، چې کیف کې باید بهرني ځواکونه نور شتون ونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې روسي او امریکایي چارواکو له تېرو درېیو اونیو راپدېخوا د ناستو له لارې اوکرایین کې د جګړې پای لپاره پر شرایطو خبرې وکړې.
#حریت_راډيو