اماراتو کې د ا.ا سفارت: افغان سفیر د ناروې دولت له ځینو چارواکو سره کتلي

اماراتو کې د ا.ا سفارت: افغان سفیر د ناروې دولت له ځینو چارواکو سره کتلي افغانستان
ابوظبۍ کې افغان سفیر د ناروې دولت له ځینو چارواکو سره د کتلو په حال

په ابوظبۍ کې افغان سفارت خبر ورکړی، چې سفير مولوي بدرالدين حقاني د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير پرالبیرت ایلساس او د ناروي شاهي دولت له مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره کتلي دي.

دغه کتنه، چې په افغان سفارت کې شوې پکې دواړو لورو د افغانستان او د سيمې هېوادونو په بېلابېلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو بحث کړی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې استازي په افغانستان کې له سراسري امنیت یادونه کړې، چې په وینا یې په افغانستان کي د پام وړ پرمختګ شوی او د لا باثباته کېدو او هوساینې په لور یې هيله مندي ښودلې ده.

افغان سفیر ښاغلي بدرالدین حقاني ټینګار کړی، چې د ناروې شاهي دولت دې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

تړلي موضوعات