انرژي سکتور د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی

انرژي سکتور د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی سوداګرۍ او اقتصاد
انرژي سکتور د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د انرژي سکتور په خپلو لومړیتوبنو کې نیولی دی.

اقتصادي معاونیت د خپلو لاسته راوړنو په اړه تازه پر خپل اېکس پاڼه خپره شوې وېډیو کې ویلي ، اسلامي امارت انرژي برخه کې کوټلي ګاونه اخیستي او هڅه کوي، چې افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیاینې ته ورسوي.

وېډیو کې زیاته شوې، چې دا چې انرژي سکټور هېواد کې ترټولو له لویو او مهمو سکټورونو څخه دی، اوس مهال افغانستان د برېښنا، تېلو او ګازو واردونکو هېوادونو څخه دی او د طبیعي زېرمو له کبله د غني هېوادونو لیست کې ځای لري ، چې تر اوسه همداسې ناکارول شوې پاتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال افغانستان د اړتیا وړ تېل، ګاز او برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه را واردوي، چې تازه اسلامي امارت په دې برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او افغانستان یې د تېلو تولیدونکو هېوادونو په لیست کې شامل کړی دی .

همداراز اسلامي امارت تېرو دوو کلونو کې د برېښنا، تېلو او ګازو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او په دې برخو کې یې ګڼ شمېر پروژې هم ګټي اخیستنې ته سپارلې دي.

تړلي موضوعات