هېواد یې له افغانستان سره غوره دوه اړخیزو اړیکو او تعامل ته ژمن دی

هېواد یې له افغانستان سره غوره دوه اړخیزو اړیکو او تعامل ته ژمن دی سیاست
هېواد یې له افغانستان سره غوره دوه اړخیزو اړیکو او تعامل ته ژمن دی

د کندهار والي ملا شیرین اخوند په مشرۍ افغان پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتلي.

دغه لیدنه چې تېره ورځ اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې له شپږمې غونډې وروسته ترسره شوې پکې د دوه اړخیزو پر لاتقویت ټینګار شوی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اېکس ټولنیزه پاڼه کاږلي، چې په دې لیدنه کې د دغه وزارت جلیل عباس جیلاني ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل  پر دوام او کټورو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.

همدا راز لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی ، چې باید د تعامل او لوړې سطحې خبرو اترو له لارې د دوه اړخیزو اړیکو لا تقویت ته دوام ورکړل شي.

د یادونې وړ ده ، چې د کندهار والي په مشرۍ افغان پلاوي تېره ورځ اسلام اباد کې د هغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې له پاکستاني لوري سره د ډیورڼد کرښې اوږدو کې د احتمالي شخړو پر هواري او د دواړو خواوو ته پرتو ولسونو ته پر اسانتیاوو رامنځته کېدو بحث کړی وو.

تړلي موضوعات