اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه

اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه سیاست
اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه

مولوي ذبیح الله مجاهد وایي د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه نن اسلام اباد کې تر سره شوه.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد وایي، نن چهارشنبه د مرغومي په ۱۳مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي، چې د افغان لوري څخه یې مشري د دفاع وزارت ستراتيژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شيرین کوي.

خبر کې وړاندې راځي ، چې غونډه کې د تېرو ناستو په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورڼد کرښې اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه کېږي او پکې ګټورې او اړینې پرېکړې نیول کیږي.

تړلي موضوعات