ریاض افغانستان سره د بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا برخو کې مرسته کوي
کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتنه کې د کابل او ریاض پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، دې کتنه کې د سعودي سفیر طلق البقمي افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا برخو کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
دې کتنه کې د ملي دفاع وزیر د کابل او ریاض اړیکې د عقیدتې او فرهنګي اړخه شریکې بللې او بېلابېلو برخو کې یې د سعودي حکومت سره مرستو منندویي کړې.
مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې د سعودي عربستان سفارت بیا پرانېستل مهم او ارزښتناک بللي دي.
د یادونې ده، چې سعودي عربستان څه موده وړاندې کابل کې خپل ډيپلوماټیک حضور او سفارتي چارې بیرته پیل کړې.