ضمیر کابلوف: روسیه د افغانستان په اړه له امریکا سره مرسته کوي؛ که ښه نېت ولري
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یوې روسي رسنۍ ته ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان مسائلو په اړه له امریکا سره مرسته وکړي.
ښاغلي کابلوف د روسيې ریا نووستي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که امریکا د افغانستان وضعیت، سیاسي حل لارو او بشري مرستو په اړه روسیې سره خبرې وکړي روسیه ستونزه نه لري واشنګټن سره دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده په دې شرط چې امریکا ښه نیت وښيي.
نوموړي ویلي، د دې همکارۍ لپاره امریکا او لوېدیځ هېوادونه باید په لومړي قدم کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
روسي چارواکو داسې مهال له لوېدیځ پر افغانستان د تحریمونو د لغوه کولو غوښتنه کړې، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ویلي، روسیه چمتو ده چې اسلامي امارت سره د داعش پر وړاندې مبازره کې مرسته وکړي.