د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې کړې

د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې کړې سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان لومړي وزیر مرستیال ټیلفوني خبرې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر وکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټیلفوني خبرې کړې.

 د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې تحولاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

 د معلوماتو له مخې د کابل او اسلام اباد چارواکو په سیمه او له سیمې ور ها خوا د سولې، امنیت او ټیکاو ټینګښت په اړه د اړیکو پر دوام او لوړه کچه په لیدنو کتنو هوکړې ته رسېدلي دي.

 اسحاق ډار د هند وروستي اقدامات له ښاغلي متقي سره شریک کړي او زیاته کړې یې ده، اسلام اباد سولې ته ژمن دی او له خپل ملي حاکمیت به پرېکنده دفاع وکړي.

 ها خوا ښاغلي متقي سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو له کبله د پاکستان د مثبتو اقداماتو هر کلی کړی او نوموړي ته یي بیا کابل ته د سفر بلنه ورکړې.

 پاکستان داسې مهال افغانستان د هند له لوري له پېښېدونکو ګواښونو خبر کړی، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو له ایران، روسیې، بنګله دېش، مالیزیا، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو چاواکو سره اړیکه نیولي او هڅه کوي، چې له ډپيلوماټیکو لار چارو د هند له احتمالي بریده مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات