افغان او قطري ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې

افغان او قطري ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې سیاست
ترکیه کې د افغان او قطري ډيبلوماټانو کتنه

ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، انقره کې افغان سفیر محمد زبیر ودان په دې هېواد کې د قطر له سفیر دوکتور نایف بن جاسم محمد العبد الجبار سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي، لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو دوستانه اړیکو او د سیمې پر یو شمېر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

ترکیه کې له قطري ډیپلوماټ سره لیدنه وروسته له هغې شوې، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي څو ورځې وړاندې قطر ته تللی و او له قطري چارواکو سره یې پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمه‌ییزو چارو خبرې کړې وې.

تړلي موضوعات