د افغان کډوالو د اجباري ایستلو دې ډډه وشي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران نوي سفیر علي رضا بیکدلي سره تعرفي لیدنه کړې.
دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بیکدلي ته د مبارکي ترڅنګ د کابل او تهران ترمنځ د تاریخي اړیکو او مشترکاتو په اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله ښودلې.
سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي، چې له هېوادونو سره اړیکې یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي.
نوموړي د ایران له نوي سفیر غوښتنه کړې، چې افغان کډوالو سره دې نرمي وکړي او د هغوی له اجبارۍ ایستلو دې ډډه وکړي.
بلخوا دې کتنه کې د ایران سفیر د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار کړی دی په خبره یې، چابهار فعالول او پرانېستل به یې د هڅو په سر کې وي.
نوموړي زیاته کړې، ایران له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.
سیاسي مرستیال داسې مهال کابل کې د ایران سفیر سره کتنه کې د افغان کډوالو سره د نرمښت غوښتنه کړې، چې تازه ایراني چارواکو ویلي، د روان کال تر پایه به له سمنان ولایته ټول افغان کډوال وباسي.