له اشغال وروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغونه ده

له اشغال وروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغونه ده سیاست
له اشغال وروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغونه ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د کابل امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه، د چارو ادارې د کادري اصلاحاتو، تشیکلاتو او بیا کتنې رئیس مولوي حسام الدین صابري سره کتلي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي ، دې لیدنه کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه مسؤلینو ته ویلي، چې له اشغال راوروسته د اسلامي امارت یوه موخه د هېواد بیارغونه ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، مولوي عبدالکبیر دغو مسؤلینو ته په خطاب کې ویلي، چې حکومتي چارواکي او مسؤلین دې خپلې چارې په ښه توګه مدیریت کړي، ترڅو اسلامي امارت خلکو ته د غوره خدمت جوګه شي.

‏همداراز لیدنه کې یادو چارواکو هم د غوره خدمت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې چارې یې ښې روانې دي او په دې برخه کې خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دي.

تړلي موضوعات