غزه کې د شهید شویو فلسطیني وکړو شمېر څه کم ۲۲ زره تنو ته پورته شوی

غزه کې د شهید شویو فلسطیني وکړو شمېر څه کم ۲۲ زره تنو ته پورته شوی نړۍ
غزه کې د شهید شویو فلسطیني وکړو شمېر څه کم ۲۲ زره تنو ته پورته شوی

نړیوالې رسنۍ وایي، چې د اوکتوبر له اوومې د غزې په تړانګې که د اشغالګرو ځواکونو په عملیاتو کې د ۹ زره او ۱۰۰ ماشومانو او ۶ زره ۵۰۰ ښځو په ګډون نږدې ۲۲ زره کسان شهیدان شوي دي. 

ټي آر تي خبري آژانس د غزې د حکومت له لوري خپرې شوې خبرپاڼې په حواله ویلي، چې په دې موده کې د صهونیستي رژیم په بریدونو کې ۷ زره کسان چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي تر خاورو او ودانیو لاندې دي او یا نادرکه دي، چې په روغتونو کې د ثبت شهید شویو وګړو شمیر ۲۱ زره ۸۲۲ او د ټپیانو شمیر له ۵۶ زره ۴۵۱ تنو څخه پورته شوی دی.

په ورته مهال په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسرائیلو په دې بریدونو کې ۳۱۲ روغتیایي کارکوونکو په وژلو سربیره ۴۰ د ملي دفاع افسران او ۱۰۶ خبریالان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د غزې ځایي حکومت په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د غزې له ۲.۳ میلیونو وګړو څخه ۱.۸ میلیونه بې ځایه شوي چې د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله د ساري ناروغیو ۳۵۵ زره پیښې ثبت شوې دي. او اسرائیلو ۹۹ روغتیايي کارکوونکي او ۱۰ خبریالان بندیان کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې موده کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۶۵ زره کورونه بشپړ او ۲۹۰ زره په جزوي ، ۹۲ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړ او ۲۵۸ په جزوي، ، ۱۱۹ جوماتونه، ۳ کلیساګانې، ۱۲۶ دولتي تاسیسات په بشپړ ډول له مینځه تللي دي.

دغه راز په دې په دې موده کې د اشغالګرو په بریدونو کې په غزه کې ۲۰۰ تاریخي او کلتوري اثارو په نښه کیدو سربیره ۱۴۲ روغتیایي مرکزونه په نښه شوي، چې ۵۳ روغتیایي مرکزونه او ۲۳ روغتونه په بشپړ ډول له فعالیته غوځیدلي او ۱۰۴ امبولانسونه له مینځه تللي دي.

تړلي موضوعات