۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۲۶ سلنه لوړ شوی

۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۲۶ سلنه لوړ شوی سوداګرۍ او اقتصاد
۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۲۶ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک مسؤلین په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړوالي خبر ورکوي.

د یاد بانک ویاند حسیب الله نوري رسنیو ته په استول شوي وېډیویي کلېپ کې ویلي، چې د دغه بانک د معلوماتو پر آساس د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۰۲۳  کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۶.۴سلنه لوړ شوی ،چې دا د دغه بانک لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دا پداسې  حال کې ده ، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې بندیز لګېدلی او د هېوادوالو لخوا په بشپړ ډول د خپلې ملي کرنسۍ ( افغانۍ ) کارونه د دې سبب شوي، چې د افغانۍ ارزښت نه تنها داچې وساتې بلکې پکې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

تړلي موضوعات