تېر زېږدیز کال افغانستان د کابو ۲میلیارد ډالره په ارزښت صادرت درلودل

تېر زېږدیز کال افغانستان د کابو ۲میلیارد ډالره په ارزښت صادرت درلودل سوداګرۍ او اقتصاد
تېر زېږدیز کال افغانستان د کابو ۲میلیارد ډالره په ارزښت صادرت درلودل

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان په تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ۱.۹میلیارد ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي چې دوه سلنه لوړ والی ښيي.

وزارت ویلي، چې د سالنګ لویي لارې ترمیم، د ډبرو سکرو صادراتو کې کموالی راتلل او د ګاونډیو هېوادونو ستونزو سره سره بیا هم د صادراتو په برخه کې ۲سلنه زیاتوالی راغلی چې ۴۱میلیون ډالره کیږي.

سرچینې زیاته کړې، د زراعتي محصولاتو لکه پنبه، وچ انځر او مڼو کې صادارتو کې زیاتوالی راغلی په همدې وخت کې پاکستان، ازبکستان او تاجستان ته په صادراتو کې کموالی راغلی، خو هند، چین او قزاقستان ته بیا زیات شوي دي.

یاد وزارت ویلي، د افغانستان صادراتو راتلونکي په اړه یې پلانونه او پروګرامونه، لکه د صادراتو د پروسس زونونو جوړول، صادراتي ډیټابیس، د صادراتي اسنادو د طی مراحل واحد مرکز، د صادراتو پیاوړتیا پروژو بیا رغونه او د بشري قوې ډېرول هغه څه دي چې د هېواد د صادراتو په ډېروالی یې اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت هڅه کوي تر څو هېواد په ځان بسیا شي، چې په همدې موخه یې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره تر بل هر وخت زیات کار کړی دی.

تړلي موضوعات