د څه باندې ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ۶۳ زره ټنه انار صادر شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، دا ۶۳ زره ټنه انار چې ټولیز ارزښت یې ۳۳،۳ میلون ډالر دی، چې تېرو اتو میاشتو کې لرو او نږدې هېوادونو ته صادر شوي.
د ښاغلي سلام په خبره، انګلستان، المان، اتریش، قطر، عراق، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي امارات هغه هېوادونه دي چې افغانستان ورته د انارو صادرات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره بهرنیو هېوادونو ته د صاراتو کچه زیاته شوې او د هېواد مېوو په نړېوال مارکېټ کې ځانګړی مقام تر لاسه کړی.