د افغانستان او ناروې ترمنځ اړیکې مهمې دي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې سفارت سرپرست پیرالبرت الساس سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللې دي.
دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سیاسي، بشري او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
همداراز دواړو لوریو هیله څرګنده کړې، چې باید اړوند موضوعاتو ته د تعامل له لارې حل وموندل شي.
کابل ته د لوېدیځو هېوادونو ډیپلوماټانو تګ راتګ داسې مهال زیات شوی، چې څو ورځې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي امارت له سیاسي انزوا سره مخ دی هغه چې افغان حکومت دا څرګندونې په کلکه رد کړې دي.