تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه څه باندې ۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه څه باندې ۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وایي، د روان لمریز کال لومړیو اتو میاشتو کې د ۸ میلیارده او ۳۶۳ میلیون ډالرو په ارزښت د سیمې هېوادونو سره راکړه ورکړه شوې ده.

 

د دې وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد رسنیو ته ویلي، له دې ډلې یې یو میلیارد او ۱۷۲ میلیونه ډالره صادرات تشکیلوي.

 

د سرچینې په خبره، دې موده کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، ایران، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجکستان ته شوي دي.

 

د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کولو هڅې کړې او له ډیپلوماټیکو لارو چارو یې د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه کړې.

تړلي موضوعات