۱۶۰۰ تنه نور منسوبین هم د اسلامي اردو لیکو سره یوځای شول

۱۶۰۰ تنه نور منسوبین هم د اسلامي اردو لیکو سره یوځای شول افغانستان
د ملي دفاع وزارت اړوند قول اردو ګانوګانو څخه تازه فارغ شوي منسوبین

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د خالد بن ولید رض قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه ۱۰۰۰ تنه منسوبین فارغ شول.

 

یاد وزارت په یو بل خبر کې ویلي، چې د خوست ۲۰۳ منصوري قول اردو له نظامي او عقیدوي زده کړو څخه هم ۶۰۰تنه منسوبین فارغ شول.

 

دغه شمېر منسوبین د یادې قول اردو لومړۍ پلې لواء څخه له درې میاشتنیو نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو فارغ شوي دي.


نویو فارغ شویو منسوبینو هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود.

 

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه هم ۱۰۰۰تنه منسوبین فارغ او د اسلامي اردو له لیکو سره یوځای شول.

تړلي موضوعات