د افغانستان ډبرو سکرو اوس نړېوال بازار موندلی

د افغانستان ډبرو سکرو اوس نړېوال بازار موندلی سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان د ډبرو سکاره

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد حریت راډیو ته وویل، د روان کال اتو میاشتو کې یې د ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۵۴ زره ټنه ډبرو سکاره صادر کړي دي.

 

جواد وايي، د ډبرو سکرو دا صادرات یې پاکستان، چین، ایران، هند او ترکیې ته کړي دي.

 

افغانستان د ډبرو سکرو بډایه زېرمې لري، د چارواکو د معلوماتو له مخې له بدخشان بیا تر هرات پورې ۷۰۰ کېلومټر په اوږدوالي د ډبرو سکرو کانونه دي چې د ځېنو برخو په استخراج یې لاس پورې شوی چې له دې ډلې یواځې د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو عواید د قوش تېپې کانال ته ځانګړي شوي.

تړلي موضوعات