د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې پیل شوې

د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ سړک

د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

 

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، دغه سړک چې ۱۹ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د جوړېدو چارې به یې ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

 

حق شناس زیاته کړې، د یاد سړک په جوړېدو سره د تخار ولایت اته ګونې ولسوالیو د نښلېدو سره به د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسېدونکۍ ستونزې هم حل شي.

 

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د لویو لارو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د ګڼو ولایتو نښلېدونکي سړک جوړ شوي دي.

تړلي موضوعات