پر اسرائیلي اشغالګرو استشهادي بريد؛ ۸ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې
د حمـ.اس جهادي غورځنګ یوه فدايي پر اسرائيلي اشغالګرو سرتېرو استشهادي بريد کړی او ۸ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د حماس د پوځي څانګې کتائب القسام يوه مشر الجزيرې خبري چېنل ته ويلي، چې په يوه پېچلي استشهادي بريد کې د دوی يوه مجاهد د اسرائيلي ځواکونو يوه ډله په نښه کړې ده او ورسره چاودېدونکي توکي يې چاودولي دي.
الجزيرې عربي چېنل په خپل راپور کې د کتائب القسام له خولې لیکلي، چې دغه مجاهد لومړی په يوه سخت بريد کې يو اسرائيلي او د هغه ملګری په سنېپر له صفري واټنه په نښه کړي او وژلي دي او وروسته يې د اسرائیلي نيواکګرو پوځي جامې په تن کړې او د صهيونيانو يوې شپږ کسيزې ډلې ته يې ځان رسولی، چې د هغوی په منځ کې يې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې ده، چې بريد د جمعې له لمانځه وروسته په جباليا پنډغالي کې شوی او په ترڅ کې يې ټول دغه سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.
بلخوا د القسام ځواکونو د جګړې په اوږدو کې تل خپل جنګي تکتيکونه بدل کړي دي، چې شنونکو يې دا د بريا راز بللی دی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د حماس يو تن مجاهد د صهيونيانو په يوه څلورکسيزه ډله د چړې بريد وکړ او د يو ضابط په ګډون يې ټول دغه سرتېري ووژل او د هغوی وسلې يې له ځان سره يووړې.
پوځي شنونکو دا د اسرائيلي نيواکګرو په ضد د حماس د بريدونو نوی پړاو وباله چې لاس په لاس جګړه په کې کوي او اسرائيلو ته دا پيغام ورکوي، چې حماس پوهېږي؛ کله او چېرته څه ډول بريدونه وکړي.