روان کال میدان وردګو کې د اوبو مهار ۱۵ پروژې بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال میدان وردګو ولایت کې د ۶۳میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار ۱۵ پروژې بشپړې شوې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغو پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه، استنادي دېوالونه او د اوبو شبکې شاملې دي.
دغه پروژې د مرکز میدان ښار سربېره په بهسود، بهسودو لومړۍ حصې، دایمیرداد، چک، جغتو، نرخ او سید آباد ولسوالیو کې پلي شوې دي.
یاده دې وي، چې هېواد کې د وچکالۍ د مخنیوي او اوبو مهار په موخه په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د بندونو او چک ډېمونو جوړېدو هڅې ګړندۍ شوې او د سلګونو وړو بندونو ترڅنګ د ګڼو لویو بندونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.