د اوکرایین پر سر له امریکا سره خبرو ته چمتوالی نیسي

د اوکرایین پر سر له امریکا سره خبرو ته چمتوالی نیسي سیاست
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ویلي، د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په احتمالي خبرو کې د اوکرایین په اړه جوړجاړي ته چمتو دی.

 

پوتین زیاته کړې، چې په دې لړ کې او له اوکراییني چارواکو سره د خبرو د پیلولو لپاره هیڅ شرط نه لري.

 

هغه د یو امریکایي خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چمتو دی چې له ټرمپ سره وویني او له کلونو راهیسې یې ورسره خبرې نه دي کړې.

 

د روسیې ولسمشر همدا راز ټینګار کړی، چې روسیه په اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې ډېره پیاوړې شوې ده.

تړلي موضوعات