افغانستان نور د کوډګرو لپاره خوندي ځای نه دی

افغانستان نور د کوډګرو لپاره خوندي ځای نه دی افغانستان
انځور ارشیف

د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، تېرو دریو کلونو راهېسې یې په یو شمیر ولایتونو کې ۵۵۰ کوډګرنیولي دي.

 

د دغه وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر په اېکس پاڼه ویلي، د ټولنې د یووالي او کورنیو ستونزو او کشالو د خپرید مخنیوي په موخه یې د کوډګرو په نیولو لاس پورې کړی.

 

نوموړي زیاته کړې، د روان کال تېرو شپږو میاشتو کې یې هم شاوخوا ۱۸۰ تنه کوډګر نیولي دي.

 

کوډې یا سحر چې د بې دینه او باطلو مذهبونو پیداوار دی، افغانستان کې هم د ځېنو منحرفو افرادو او اشخاصو له لوري پرې ناپوه مسلمانان تیر ایستل کیږي، چې د خپلویو او کورنیو ترمنځ یې بې باورۍ او کرکې رامنځ ته کړې دي.

تړلي موضوعات