اسلامي امارت د تقاعد ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړوي
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري په ورکړل شوي فرمان کې سترې محکمې ته لارښوونه شوې، چې هېواد کې د متقاعدینو د تقاعد ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.
د همدې فرمان په اساس مالیې وزارت مکلف دی، چې د ۱۴۴۵هجري قمري کال د نهمې میاشتې له ۲۱ نېټې وروسته د کارمندانو د تقاعد حقوق تنظیم او اجرا کړي.
د حکومت ویاند د همدې فرمان په اساس ویلي، چې دغه محکمه به د متقاعدو کسانو حقوق د شریعت او اداري قوانینو په اساس تایید او اجرا کړي.
د یادونې ده، چې دغه فرمان ته د تېرې ادارې د متقاعدینو له لوري تود هر کلي ویل شوی.