لغمان کې د لسو پلچکونو د کانکرېټ اچونې چارې پیل شوې
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست په مهترلام ښار دویمه ناحیه کې د لسو پلچکونو د کانکرېټ اچونې چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه ریاست د خبر له مخې، یاد پلچکونه د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي او لګښت یې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې ورکول کیږي.
سرچینه زیاتوي، په دغه رغنیزه پروژه کې د لسو پلچکونو سربېره ۱۶۰۰ مترو په اوږدوالي سره ویالې هم جوړیږي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د شپږو پروژو چارې روانې دي چې ګڼ شمېر خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې.