د اسلامي امارت د همکارانو پر ضد د پخوانۍ ادارې ټول احکام لغوه شول

د اسلامي امارت د همکارانو پر ضد د پخوانۍ ادارې ټول احکام لغوه شول افغانستان
د عدلیې وزارت

عدلیې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې ویلي، د اسلامي امارت همکارانو پر ضد د پخوانۍ ادارې ټول صادر شوي فرمانونه لغوه شوي دي.

 

دغه وزارت زیاته کړې، چې د همدې فرمان په اساس د یادو کسانو په اړه د پخوانۍ ادارې د محکمو له لوري صادر شوي ټول حکمونه نور د باور وړ نه دي.

 

په دغه فرمان کې اړونده ادارې مکلفې بلل شوي چې د یادو کسانو په اړه معلومات له بایومټریک سیسټم، عدلي تعقیب، د جزایي ادارو پرېکړو او نورو برېښنایي سیسټمونو څخه لرې کړي.

تړلي موضوعات