کابل کې د ۴۰ عرادې موټرو ټرانسپورټي فعالیت وځنډول شو
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د مسافرو خوندیتوب او موټرو معیاري کولو په موخه یې د کابل ښار په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د ۵۷۹ موټرو تخنیکي کنټرول تر سره کړی.
یاد وزارت ویلي، دې ارزونه کې د ۴۰ موټرو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو او د ۴۸ نور تخنیکي اصلاح وشوه.
د دې ترڅنګ تر مینلونو کې ټرانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه د ژمي موسم کې د خوندیتوب اړینو ټکو خبرتیاوې هم ورکړل شوې.
داپه داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل – کندهار پر لویه لار غزني ولایت کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر په پایله کې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې له کبله یې دوو مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیت هم وځنډول شو.