ا.ا د دیني مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لوګر کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ غونډه کې وویل، د اسلامي نظام له راتګ وروسته پر اقتصادي پرمختګ سربېره په سیاسي او علمي برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.
ښاغلي مولوي کبیر نړۍ سره تعامل ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د افغانستان ښه استازیتوب کولی شي او په تېرو څو کلونو کې توانیدلي چې په مستقیم ډول له نړۍ سره اړېکې ولري.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال فارغ شویو علماؤ ته په خطاب کې ویلي، اسلامي امارت ځوانانو ته لویه ونډه ورکړې او په حکومت کې ګڼ شمېر ځوانان خدمت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په پوهنتونو کې ګڼې بنسټیزې پروژې پیل شوې، چې یو شمېر بشپړې او ځینې یې تر کار لاندې دي.