له ترکمنستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پیر تړون تمدید شوی

له ترکمنستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پیر تړون تمدید شوی سوداګرۍ او اقتصاد
له ترکمنستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پیر تړون تمدید شوی

برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه شرکت اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه ترکمنستان کې د دغه هیواد د انرژۍ له وزیر انناګلدی سپروف، د ترکمن انرګو اجراوي رئیس الیاسوف او د ترکمن انرګو ساختماني ریاست له مسؤولینو سره کتلي.

د خبرپانې له مخې ښاغلي حمزه له ترکمن چارواکو سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پیر تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې په څلورو مسیرونو( اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ د برېښنا په مزو کې په في ساعت کې ۱.۸ میلیارده کیلو ولټه برښنا افغانستان ته واردیږي.

په همدې حال کې ویل شوي، چې له شبرغان څخه تر ارغندۍ د ۵۰۰ کلیو ولټه په توان د برېښنا لیږد مزي چارو په بشپړیدو سره چې تیره اونۍ چارې پیل شوي د له زیاتې برېښنا د پیر په اړه له ترکمنستاني لوري سره خبري شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د برښنا شرکت مسؤولینو له تاجکستان او ازبکستان هیوادونو سره هم د وارداتي برښنا په اړه د ۲۰۲۴ کال لپاره د پیر قراردادونه تمدید کړي دي.

تړلي موضوعات