اسدالله بلال کریمي د نفت او ګاز چینایي شرکت CAPEIC له مشر سره کتلي

اسدالله بلال کریمي د نفت او ګاز چینایي شرکت CAPEIC له مشر سره کتلي سیاست
اسدالله بلال کریمي د نفت او ګاز چینایي شرکت CAPEIC له مشر سره کتلي

په چین کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر ښاغلي اسد الله بلال کریمي د مرکزي اسیا د نفتو او ګازو او د آمو دریا د نفتو او ګاز د استخراج د قراردادي شرکت له مشر وین بن لي او مل پلاوي سره کتلي دي. 

د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې وین بن لي ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت له استازو سره یې غوره تعامل دوام لري او د آمو دریا د ګاز او نفتو د استخراج په برخه کې یې له افغانستان سره شوی قرارداد مهم بللی دی.

په همدې حال کې افغان سفیر ښاغلي اسد الله بلال کریمي د آمو دریا د نفتو او ګاز حوزې په برخه کې له روانو عملي چارو خوښي ښودلې او د یاد شرکت په مالي برخه کې یې د شفافې پروسې شتون ستایلی دی. دغه راز ښاغلي کریمي چینایي لوري سره د یاد قرارداد د غوره عملي کیدو په تړاو ځینې اړین موارد شریک کړي او دواړو لورو د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات